وږمه ظفر
لا یې کوچنۍ او ناتوانه اوږې د دې لوی مسئولیت نه وې، مور یې پرې د زویه غږ وکړ او دی هم چې له خوبه ډکې سترګې یې سولولې، په خپلو وړو لاسونو یې د لرګي صندوقچه تر غاړې، له کوره په وتو شو. دا ځل یې د مور غږ له یو سوړ اسویلي سره مل و ، چای نه څښې؟ احمد چې یوه نمره لویې پلاستیکي چپلقې یې په ځان پسې کشولې په ناهیلۍ سره وویل نه، بیا مامورین ځي. دوه دروازې په یو وخت کوڅې ته خلاصې شوې، له یوې نه یو ماشوم د ښوونځي له بکسې سره او له بلې بل ماشوم د بوټ پالش له صندوقچې سره. مخالفو لوریو ته روان شول، خو صندوقچې والا تر ډېره په بکسې والا پسې شا شا ته کتل. لا څو قدمه نه و ولاړ چې د مرمۍ کارتوس یې د چپلقې تر نرې تلې لاندې شو. پښه یې ترې لرې کړه، یو ځل بیا یې په بکسې والا هلک پسې شاته وروکتل، چپلقه یې ورته جوړه کړه او زنګ وهلی کارتوس یې په غصې سره ایسته د لښتي خواته ورشوټ کړ. ورسره یې قدمونه تیز کړل، له ځانه سره یې وویل چې مامورین ولاړ نه شي.
