د يو مدني انسان ځانګړتياوې

د يو مدني انسان ځانګړتياوې

ليکوال: عبدالطيف مل

په دې وروستيو کې مدني ټولنه، مدني فعال، مدني فعاليت، مدنيت او دي ته ورته نور نومونه ډېر زيات اوريدل کيږي. په همدې اساس غواړم په لنډه توگه د مدنيت، مدينه، مدني انسان او د مدني فعال په اصطلاحاتو رڼا واچوم:

مدنيت: د مدنيت کلمه د مدينې عربي کلمې څخه اخيستل شوې ده. مدينه په عربي ژبه کې د کلي او اوسني ښار په مانا کارول کيږي. مدنيت د انګليسي (civilization) کلمې معادل ده، چې په پښتو کې ورته د پرمختللي ښاري ژوند مفهوم کارول شوی دی. په پخواني، منځني او اوسني پير کې مدنيت هغه ښاري ژوند ته ويل کيږي چې په هغه کې هر څوک د يو لړ وضع شوو اصولو او قوانينو او د عصري اسانتياو پر بنسټ (سرک، د اوبو کانا ليزسيون منظم سيستم) ژوند ولري.

يا کله چې يو شمېر وګړي په يوه ځانګړي ځای ( ښار) کې د ژوند د ټاکلو اصولو، قوانينو او يو لړ عصري اسانتياو په درلودلو سره ژوند وکړي او د کلونو په اوږدو کې د ژوند د مادي او معنوي تجربو په نتيجه کې د ژوند کولو پرمختللي مادي او معنوي اصول او مقرارت رامنځته او تطبيق کړي مدنيت ورته ويل کيږي.

په تاريخي لحاظ انسانانو ګڼ مدنيتونه تجربه کړي دي چې د بېلګې په توګه؛د مصر اولين مدنيت، د بخدي ( اوسنی بلخ) مدنيت، د بين النهرين ( اوسنی عراق) مدنيت يادولی شو.

مدنې ټولنه: (civil society) د وګړو هغه منظمه ټولنه ده، چې د يو لړ ځانګړو اصولو، مقرراتو په نظر کې نيولو سره د انساني مدني ارزښتونو او قوانينو د سمون، جوړونې او تطبيق لپاره مبارزه کوي، مدني ټولنه ورته ويلای شو.

يو شمېر خلک سياسي ګوندونه او موسسي هم په مدني ټولنو کې شمېرې، خو زما په عقيده د مدني ټولنې او سياسي ګوندونو تر منځ د ډېرو مشترکاتو سره سره، يو بنسټيز توپير شتون لـــري چــې ســياسي ګــوند د ســـياسي واک (حکومت) د لاس ته راوړلو لپاره مبارزه کوي او مدني ټولنه د هر حکومت او نظام د سمون لپاره مبارزه او هاند کوي.

زمـوږ په عـقيده هـغه مـوسسات چـې غــير انتـفاعي (د شخصی ګټو لپاره کار نه کوي) هم مدني ټولنو کې حسابيږي، خو هغه موسسات چې د شخصي يا ځانګړي ګروپي ګټو لپاره کار کوي، په مدني ټولنو کې نه شي حسابيدلای.

د مدني انسان ځانګړتياوې:

۱ـ له نورو سره ښه چلند: په ټولو اسماني او الهي دينونو او په تېره بيا په وروستي او بشپړ الهي دين، اسلام کې هم له نورو سره ښه سلوک او چلند تر هر څه غوره او بهتر ګڼل شوی دی. د اسماني دينونو تر څنګ په وضعي قوانينو کې هم، ښه اخلاق، غوره چلندد انسان لپاره ستره ښېګڼه او د انساني اخلاقو د ښکلا معراج ګڼل شوی دی. په انساني مدني لارښوونو کې هم ښه چلند، ښکلي ښه اخلاق او له نورو سره ښه چلند د يوه مدني انسان سترې ځانګړتياوی ګڼل شوی دي.

۲ـ ټولنيزتوب (اجتماعيت): هسې خو په عمومي لحاظ انسان يو اجتماعي مخلوق دی، خو د يو مدني انسان لپاره ټولنيزتوب ډېر اړين دی. که څوک خپل ځان يو مدني انسان ګڼي، حتما بايد اجتماعي وي، د اړتيا په وخت کې د خپل وس مطابق له اړمنو سره مرسته وکړي او نور هم مرستې کولو ته وهڅوي، د غمجنو او دردمنو سره په غم او درد کې ځان شريک کړي، په طبيعي آفاتو او لويو انساني فجايعو کې بې تفاوته نه وي، د سمون، خير او پرمختګ لپاره کار وکړي، د خلکو په خوښيو کې هم شريک شي او د يو فعال اجتماعي شخص رول ادا کړي.

۳- د نورو منل: يوه په زړه پورې متل دی: «که ته وايي چې زه يم او زه وايم چې زه يم، نه به ته او نه به زه يم، که ما وويل چې ته يې، او تا وويل چې ته يې، هم به ته يې، هم به زه يم». يو مدني انسان «هم ته يې» او «هم زه يم» باندې عقيده لري او هم پرې عمل کوي. مدني انسان، نور کسان تر خپل ځان بهتر، برتر، ښاغلي او درانه ګڼي، د نورو لپاره حق غوښتنه کوي، په دې پوهيږي چې د نورو په وقار او درناوي کې د ده درناوی دی.

هغه انسان چې خودخواه او ځان ورته د هر څه او له نورو برتر او بهتر ښکاري، له يوې خوا غير مدني انسان او له بلې خوا عصبي او رواني ناروغ دی. هغه انسان چې په «يو د بل زغملو» باندې عقيده او باور نه لري، مدني انسان نه دی. د نورو نفی کول د ځان نفي کول دي. ستر انسانان نور تر ځان لوړ او قدرمن ګڼي او کوچني انسانان برعکس…

۴ـ صداقت او رښتينولي: يو مدني انسان تل په خپلو کارونو، وينا او معاملاتو کې ريښتينی وي، دوه مخې، دوه رنګي، ټګي برګي، دوکه او چل د يوه مدني انسان په وجود کې ځای نه لري.

۵ـ د مسئوليت احساس: مدني انسان خپلو دندو، اجتماعي، هيوادني، ملي او انساني مسوليتونو ته متوجه وي، تل د ژوند په هر حالت کې مسئولانه چلند کوي، د پېښو او مسايلو په اړه ناخبره او بې تفاوته نه وي.

۶ـ ارزښتونو ته ژمنتيا: هره ټولنه ځانګړي ديني، کلتوري، ملي او انساني ارزښتونه لري. په ټوليزه توګه؛ د دغو ارزښتونو ساتل، پلي کول، درناوی کول او د خپريدو لپاره ېې هڅه او هاند د هر با احساسه شخص دنده او مسئوليت دی. مدني انسان مکلف دی پورته ذکر شوي ارزښتونه وساتي، د علمي کيدو، خپريدو، پرمختيا، پراختيا او سمون لپاره يې فردي او اجتماعي مبارزه وکړي.

۷ـ د حق او عدالت تامين لپاره مبارزه: عدالت د کائناتو د برقرارۍ او بقا لپاره يو اصل دی. عدالت د ټولو الهي دينونو د لارښوونو اصل او بنسټ دی. د عدالت تامين د بشريت د ټولو مادي او معنوي ستونزو، کړاوونو او ناخوالو يواځنۍ حل لاره ده. پرته د عدالت د تامين څخه بشريت د ريښتيني سعادت، خوښۍ او سوکالې خاوند کيدای نه شي. يو مدني انسان بايد د سترو انساني او الهي ارزښتونو عدالت تامين او د حق د تامين لپاره هم مبارزه وکړي او هم يې په خپل ځان عملي کړي.

په پای کې په لنډه توګه ويلای شو چې مدني انسان د ښو انساني اخلاقو خاوند، د خلکو په غم غمجن او په خوښيو کې شريک وي. مدني انسانان نورې نړۍ ته د خپل ځان په نظر ګوري، تل د مسئوليت احساس کوي، ريښتينی او صادق وي. يو مدني انسان د ستر انساني ارزښتونو د ساتنې او تطبيق لپاره مبارزه کوي، د عدالت تامين او خلکو ته د ورکړل شويو حقوقو د تطبيق لپاره فکري او عملي مبارزه کوي. هر کله که يو انسان پورته يادې شوې ځانګړتياوې ولري، يو لوړ مدني انسان ورته ويلی شو، خو برعکس، که څوک دغه ځانګړتياوې ونه لري، نو مدني انسان ورته نه شو ويلای.

Comments

No comments yet. Why don’t you start the discussion?

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *